زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-11-10  |  2024-05-18  |  تازه شوی په: 2024/05/18 - 04:44:5 FA | AR | PS | EN
په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو             د کابل په صنعتي پارکونو کې د جامو یوه فابریکه پرانیستل شوه             د قطر د بشرپاله مرستو درېيمه جوپه مزار شریف ته راورسېده             د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه             په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي             روسیې د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې لپاره چمتو دی             ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو             ایران کې د هندي کمپنیو پانګونې دوی د بندیزونو خطر سره مخ کړي             په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کروندو ویجاړول دوام             افغان ماشومان بې‌کوره شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري             د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو لپاره د نوي میکانیزم جوړول             زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله             په بغلان ولایت کې د تېرې ورځې سېلابونو تر ۳۰۰ ډېر کسان وژلي دي             په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو             سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري            

تاريخ النشر: 2023/10/17 - 04:37:1
زيارة: 151
مشاركة مع الـأصدقاء

حقاني: چا سره مو معامله نه ده کړې او د چا تر احسان لاندې هم نه یو
 حقاني: چا سره مو معامله نه ده کړې او د چا تر احسان لاندې هم نه یو

انصار:( د تله ۲۵مه)،  د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د اسراییلو او فلسطین د جګړې په اړه له محتاطانه خبرو وروسته ښودل شویو غبرګونونو ته ضمني غبرګون ښودلی.

نوموړي څو ورځې د مخه په یوه وینا کې د اسراییلو او فلسطین د جګړې په اړه وویل، دوی د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو له ملګرو ملتونو غواړي چې د خبرو له لارې یاده جګړه حل او د فلسطینیانو حقونه تامین کړي.

د حقاني د دغو څرګندونو له ویډیویي کلېپ خپریدو وروسته د طالبانو یو شمېر منتقدانو طالب مشران له امریکا سره په معاملې تورن او وویل، که دوی په دوحه کې له امریکا سره د وسله والو افراطي مسلمان ډلو د نه ملاتړ ژمنه نه وای کړې، داسې محتاطانه خبرې به یې نه وای کړې.

اوس ښاغلي حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال یادو غبرګونونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې او په وینا یې د چا تر احسان لاندې هم نه دي.

نوموړي د افغانستان د نیولو ورځو ته اشاره کړې، چې په وینا یې د خوشې شویو سیمو ساتلو ته یې خلک نه لرل او د مدرسو له زده کوونکو او خپلو پلویانو یې د سیمو د ساتلو غوښتنه کوله.

سراج الدین حقاني ویلي: مونږ له دښمنیو ستړي شوي یوو، هیڅ ګټه مو ونه‌لیدله، پر ژوند پوه‌ نه‌شوو او له هر ډول پرمختګ، آبادۍ او ژوندانه لرې پاتې شوو.

د طالبانو منتقدان وخت په وخت دوی تورنوي، چې ګواکې امریکا سره یې د پردې شاته پر ځینو مسایلو معامله کړې او په بدل کې یې د افغانستان واک دوی ته سپارل شوی، خو طالب مشران دا ډول قضاوتونه د دوی خلاف رسنیز تبلیغات بولي او په کلکه یې ردوي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27806






*
*

*



قرأ

د همالیا ټرانس په غونډه کې د طالبانو حکومت استازي ته د ګډون بلنه


په بامیانو کې د دریو بهرنيو اتباعو وژل کېدل تایید شو


د دوحې غونډې ته د چمتوالي بحثونه


په شپږو وزارتونو او ریاستونو کې به اداري طرزالعملونه ساده شي


ناټو کې د اوکراین د شاملیدو لپاره د پام وړ ګامونه اخلو


زلنسکی په ختیځ دونیتسک کې د جګړې د لومړۍ لیکې وضعیت "په ځانګړې توګه کړکېچن" وباله


په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب شو


سټولټنبرګ: ناټو اوکراين ته د پوځيانو د لېږلو پلان نه لري


که اسراییل پر رفح ښار پراخ برید وکړي، وسلې نه ورکوم


روسیه کې نیول شوي سرتېري مو عسکري مقررات نقض کړي


د طالبانو حکومت او ټي ټي پي د پاکستان د پوځ وروستۍ ادعا رد کړه


روسیې په یوه نړیواله ناسته کې مولوي عبدالکبیر ته د ګډون بلنه ورکړې


تر څو چې ټول افغانان یوې موافقې ته ونه رسېږي د افغانستان مسئله به حل نه شي


د اسلامي همکارۍ سازمان په روانه سرمشريزه کې د طالبانو پلاوي هم ګډون کړی


د چمن پرلت مسوولان د پرونۍ پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه


هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي


محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل


واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي


ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې


جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی


یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني


د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی


د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي


په افغانستان کې د جګړې دوران پای ته رسېدلی


افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت اندېښمن کړي یوو





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان